ژواک دافغانستان دملی او هیواد پالو روڼ اندو ناپیلې ویب پانه   ٠   صدای افغانان روشن بین و روشن اندیش
 


 

 

اســدالله زمــــری

 

 

 

شنی لمبې

 

د زمانې په ځمکه ګوره چې لمبې شنې  شوې

د ارمانونو په اسمان کې مو تیارې  شنې شوې

د و خت په ګوتو د ښادۍ ناوې  زِندۍ  کړله چا

د سترګو کنج کې مو د وینو فوارې   شنې شوې

د ژوند له کلې نه په تیښته د مرګ ښار ته راغلو

یمه حیرانه دا په مونږ څنګه کانې شنې  شوې ؟

ګلونه لاړل د افغان له ګلستانه چیرته ؟

دلته په هر ژوندي او مړي نن خازې شنې  شوې

بیوسۍ نه پوهیږي نوره چې څه وکړي په مونږ ؟

 چې په هر پل کی مو  د قرن نا کردې شنې شوې

اهریمن جال دی غړولي خپل، جهان ته دی نن

هر ګوټ کې وینو چې د سرو وینو چینې شنې شوې

دزمری َوس  له زړه او مټو نه، ګیدړو  ویوړ

ځکه پرې هری خوا د ننګ سپیرې طعنې شنې شوې

 

بابلیان

 

روایاتو   نه    را پاتې    دا   قصه    ده

په زړه  پورې ، هم  خوږه  او  هم  ترخه ده

په  یو  وخت کی د ادم  (ع)  ښو اولادونو

د یوه  کاله   استوګنو  ،  خویندو   ورونو

سره  یو   شول    د د نیا  کار او روزګار ته

کړاوونو،    بد بختیو    او    هر     کار ته

یوه  ئې خوله  وه ،یوه  ئې  ژبه ،یوګومان  وو

کړه  ئې  یو وو، هوډ ئې  یو او یو ئې ځان  وو

ځانته    ئې  جوړه    کړه     نړۍ    د   سو کالیو

د وفور   ، د   راحتونو      او      ښادیو

نور  څه  پاتې  نه شول  کړو ته  چاپیر یال کې

نو  ئې نوي   څه   را وګر ځیدل       خیال کې

چې    اسمان     ته  د   ختلو  لار  پیدا کړي

د  سپوږمۍ او  لمر په راز هم  ځان  اګاه  کړي

نو ئې  پیل    کړ  ه   د یوه   برج  په  جوړولو

د زینو  او د پلګو        په         جګولو

چې    نا څاپه    د یهوه     و دوی ته  پام  شو

نو  و    خپلې  خدائۍ  ته  ئې زړه خام  شو

چې  که  دا خلک  پیدا کړی لار  اسمان  ته

د  رازونو  او  سوالونو  دې    جهان  ته

هسې   نه چې  د خدائې    هوا  پیدا کړی

په  جهان د پا چاهۍ دعوا   پیدا کړي

نو په    فکر کې   د لا رې    او  ګودر  شو

په  تلاش کې  د  چارې  ددې   خطر  شو

نو  په    دوۍکې  ئې  پیدا کړ ، یو توپیر

ډیر  کاري ،خو وو  ساده  دغه   تدبیر

ډیری  ژبې ئې  کړې ددوې منځ کې   پیدا

هر   یوه  کړه خپله    لاره    ما  سوا

پو هیدل  نه   د یو  بل  په  ژبه    دوی نور

سره  بیل شول مور او لور ، ابا له زوی نور

اتفاق   او  و فاق  لاړل ، بدبینی   شوه

ښه  ورورۍ  نه  جوړه  بده  تربګنی  شوه

که    به  چا   وبل   ته کړه  نیکه    خبره

نو ځواب   به  ئې   ګوذار  وو  ناببره

یو  او بل ته   د کو هیو  په کیندو  شول

په  ماتم  او ژړا  سر ، په  ورکیدو شول

ورځ    به  هر یو په  بدیو  کې  کړه  تیره

نو  د برج   د جوړیدوخبر  شوه  هیره

 

 مونږه  هم   چې  کله   وکړو  اتفاق

د ورورۍ ،   د  سوکالۍ    او   د   وفاق

چې  کړو جوړ دا  خپل عزیز او ګران  وطن

نو د ښمن   مو  شي  له واره  اهریمن

مونږ  کاڼه کړي خو سل خولې  راکې  پیدا کړي

هر  یو  تن  په  نا  آشنا ژبه  ګویا  کړي

خو ځیدل  وینو  د  یو  او بل د  خولې

خو پو هیږو  سره  نه   په  کلمې

یو  له  بل نه  لیری  کیږو  د ښمنۍ  کې

که    نږدې  شو سره  وژنو تربګنۍ   کې

 

رانه پاتې  دي  د ژوند  کار او  روزګار

تل  کو هی  کېنو  یو بل ته مونږ   په  لار

 

 

د ژړا ملګري

زه خپلو یادونو سره  ژاړمه

ځکه   فریادونو سره ژاړمه

اوښکې مې شوکارې لګوي په مخ

خود به له سوزونو سره ژاړمه

خپلو ته مې هم چې ډیر پردي ښکاري

زه داسی غمونو سره   ژاړمه

زړه ئې کړ سوری راته ،ځیګر ویلې

دغسی دردونو سره   ژاړمه

کریکه مې د سوز ،د بریښنا منډه ده

مستو تو فانون سره ژاړمه

نخښه د کوم ټپ مې په صورت نشته

پټو   پرهرونو  سره   ژاړمه

تښتي مې له روح نه ددوزخ لمبې

داسی عذابونو سره ژاړمه

وبه چوی که تیږې ته ئې ووایم

زه د زړه حالونو سره ژاړمه

هر بند کې ئې موج وهي دزړه وینې

تل چې مې شعرونو سره ژاړمه

خوله کې د غربت ددیو پریوتی یم

ډیرو حسرتونو سره ژاړمه

وای چې د وطن ددنګو غرو زمری

سوو امیدونو سره ژاړمه

 

 

د یوه افغان ځلمي سلګۍ

 

وړ کتوب مې نه یادیږي ،ځلمیتوب باندې بوه نه شوم

د زړښت په لار روان یم ، دي  لرزان  مې قدمونه

زما کلي کې تل بل وو  د نفرت  سوځند اورونه

زما کور ته تل پراته وو  د کینې تور ځنځیرونه

زه ویده وم په اغزو کې،ما پالنګ  لیدلی نه دی

زما سر لاندی وه تیږه ،   نه بالښت ،نه مړوندونه

زما هره هیله ستړې، زما هر تکل  نا کامه

زه ناکام یم پیدا شوی چې ناکام مې دي کامونه

سو ځیدل  که کړیدل دي،که ژړاوې دي که ساندې

که ماتم دی،که ځګیروي دي،دي زما پخواني ملونه

زه له ګل سره پردی یم، پسرلی ته  نا اشنا یم

د  خزان ائینه کې وینم ، زه مې خپل ساړه آهونه

خوښۍ څه ده؟خندا څه ده؟ شوق او ذوق څه شي ته وائی

زه د غم په کاله لوی یم ، ماته مړه دي دا نومونه

څوک خوښیو کې لوبیږي، څوک اوسیږي په جنت کې

خو  زما  یوی سلګۍ ته، کم دي واړه دوزخونه

 

 

د وطـــن وږمـــــه

 

ای د وطن له ستـړو   دښتـو   نـه راغـلی وږمـې!

لږ راتــه  ووایـــه  زمــا هغــه  ختـــن  څنــګه  وو؟

هغـــه زمــادهیــلو ځــالـه دی ښــــه ولیـــدلـــــه؟

هغه زما د ستـرګو تور ،روح او بدن ،څنګه وو؟

هغـــه انـــسان چــې يــې مــــلــکـوغــلامــی کوله

مغرور پښتون، هوښیار تاجیک او ترکمن څنګه وو؟

هغه تنکي ځلمي په ولي لا تو پک ګرځاوه ؟

هغه پیغلوټۍ سره اوس چال او چلند څنګه وو؟

هغه چې ټول ورته یزید ،یزید او شمر شوي

هغه حسین ،حسین افغان هغه حسن څنګه وو؟

هغه د ډزو کڼوونکی غږ لا اوس هم خپور وو؟

هغه د بم  او  د  راکت  سوری بدن څنګه وو؟

هغه د خاورو نه جوړ کلي چې به شنه وو مدام

هغه چې تږی به وو تل ، سوی چمن څنګه وو؟

هغه خټین کور چې په سر به ئې شنیلي ټوکیدل

هغه بیدیا ، هغه صحرا ،هغه دمن  څنګه وو؟

هغه د تورو جګو غرونو ښاماران  ژوندي  وو؟

هغه هیبت ، هغه ښکلا،هغه هسکمن څنګه وو؟

هغه یاغي مستو سیندونو درته شور درنه کړ؟

هغه  اوبه ، هغه څپه ، هغه  شکن  څنګه وو؟

هغه  له  عطرو  ډکه ،  هغه   مزه  داره  خاوره

هغه فردوس ، هغه هغه جنت، هغه عدن څنګه وو؟

هغه  هوا چې  به   نغمی  د ژوندانه  وی پکې

هغه راحت،هغه مستي، هغه چلن څنګه وو؟

هغه   نښتري  ، چنارونه او   د  ولو   وني

هغه څیړۍ، هغه شیشم او نسترن څنګه وو؟

هغه لعلونه، سره یاقوت او زمرد څنګه وو؟

هغه لاله، هغه دشنو دښتو ګلشن څنګه وو؟

هغه   د غرو دسر   بازان لا الوتل تر اوسه

هغه بلبل، هغه بورا، زاغ  او زغن څنګه وو؟

هغه وحشی او ترئیدلی هوسۍ چیرته لاړی؟

هغه زمریانو زړور لیوان، دښمن ،دښمن څنګه وو؟

هغه زما زیار کښ ولس په شانی ستړي میږیان

هغه مرغان، خزندګان،ماهی، مهن څنګه وو؟

څه دی لیذلي چې ګویا ژبه دی ګونګه شوله

ووایه لږ چې د افغان ولس ـ وطن   څنګه وو؟

که دی کوم وخت کې په غلطه هلته مخه وشوه

ورته ووایه چې پردیس زوی ئې غمجن څنګه وو؟

 

 

 

غزل

دا لوګی،لوګی ساه ښه ده        چې دیار زلفو ته دو د شي

داستومان،ستومانه زړه ښه          د یار غیږ  کې په  بهبود شي

دایاغي، یاغي تندی  ښه          دعشق خدای ته په سجود شي

دغه مات او ګوډ قامت ښه         چې قربان ترخپل معبود شي

دانمجنې ستر ګې ښې دي          چې ر ڼې په خپل مقصود شی

ددی تن  ذره، ذره ښه          چې تل یار ته په درودشی

 

 

رشک

 

چې ورانۍ کې دجنت له رشکه  سوځي

دافغان ښکلیه وطنه در لوګي  شم

شرق اوغرب چې ئې په خپل نوبت داغلي

ستازخمي،زخمي بدن ته سپیلني شم

 

یار

چی دیار دغم لپاره په ژړاشی

چی ئی درد لپاره جګه واویلا شی

چی خوښۍ ئی شی په برخه دملګری:

دی پری هم دزړه له کومي په خندا شی

داخلاص اودوفایوه ټوته وی

چی تل یارلپاره تیر ترخپلی رضاشی

چی خدمت دیار ئی ویاړاوخوشحالې وې

چی ئی پاس ته دخاطرئی دی فدا شی

هغه مل دي،هغه یار دي هغه دوست دی

چی ددوست لپاره تیر تر دا دنیاشی

 

سجدي

د مستو  هیلو د ماتم  په  زور  تندی  ږدمه  زه

داغ  د تقدیر ته،  د جفا په لور؛  تندی  ږدمه زه

چې  د وفا  ګلان  تالا  والا  شول،  ورژیدل

د سو ځیدلي تور  بلبل په  سکور تندی ږدمه زه

چې سترګې تتې کړمه دود مې له دماغه شی جګ

ستا  د یادونو  او جفا  په اور  تندی  ږدمه  زه

پرې چې چېنجې مې د ناکام  محبت   آجر  راکړي

بې جنازې  د خپل آرمان  په ګور  تندی  ږدمه زه

تر څو   ئې   پټ زه   ددنیا له  ستغو سترګو کړمه

ستا د نېمګړې  یارانی   په تور تندی ږدمه زه

 

 

ناکردې

څیري    ئې  له  لیمو  نه  تر  ټتره  کړم

یم  حیران چې اوښکې که چړې دې  دا

څرک    د یوه  ستوري   پکې هم نشته

شپه   کې   د هجران  دغم  تیارې دي  دا

نه  دو هۍ  ده  نه  د سکرو  اور  خلکو

تاوي  چې  له ما، دعشق   لمبې  دې  دا

زیری  ددیدار  دی  که  وعدې  دوصل

هسې  زړه را  ښکوونکې  تلو سې دې دا

پاې ئې چې  دنیا په شانې نشته دی

ګرانې! ستا  د نه  راتلو  پلمې  دي  دا

کومې ته  یې  وسو ځم   زمریه  نن

څو مر ه  بې  پایانه  نا کردې  دي  دا

 

 

د غیرت څلی

                                                                                        

قد دیار چې دار   وي او زندۍ زلفې

                                       سل ځله په ژوند کې داسې مرګ غواړم

دا د غیرت  څلی دا  پښتون    قامت

                                       ستا د مېنې  وره کې مدام غبرګ  غواړم

زه د ناب ګوهر پسې غوتې وهم

                                        نه چې   د  دریاب   داوبو  زګ  غواړم

خپل  د عشق جونګړه کې دیار وصل

                                          نور نه له چا تخت او نه ئې ارګ غواړم

ستا دناز خدنګ باندې غوڅ شوی تل:

                                         زه  د  بې غورۍ او  جفا   رګ  غواړم

 

 

 

 

د هیلوګل

 

څه رنګینه شان دنیا ده      چې لیموکې د یار ناڅي

ناز،اداء،لطف او حیا ده چې لېمو کې د یار ناڅي

 

وینې هله ټوله زړه شه راته ځای یې کړه وجود کې

دا د عشق خوږه سلا ده    چې لیمو کې د یار ناڅي

 

راته ښکارې چې مې  لنډې ،نن لړۍ داندیښنو شوی

د وصال    نوی سودا   ده   چې  لېمو کې   د یار نا څي

 

((کوه نور))ته که ورین نه شوی نو تندیه ښه دي وکړه

ته  به  زر  شې   دا  کېمېا  ده  چې  لېمو  کې د یارناڅي

 

د   غمونو   په کاله    جوړ، نن  له  غمه   یو  توفان دی

د   خوښیو   یو   غوغا    ده   چې  لیمو کې د یار ناڅي

 

د یادونو    دنیا ګۍ     کې   سپړي    بیا    هېلې ګلونه

دوفا   یوه    دنیا   ده    چې    لېمو   کې   دیار    ناڅي

 

سپیلنی شه  ،ترې لوګې شه  ،بد نظر نه یې وساته

څه  بې مثله شان ښکلا ده چې لېمو کې دیار ناڅي

 

تخنوي مې راته اوښکې ،خوشحالۍ ته مې رابولي

دې   خوږ     زړه    ته تسلاء ده چې لېمو کې دیار نا څي

 

دزمری  خواره نصېبه چې دمرګ په خوب ویده یې

دغه   دم   دمسیحا   د ه   چې لیمو کې   دیار ناځي

 

 

 

دوحدت کان

خړ دیوالونه

شنه شنه کښتونه

قد قد فصلونه

دکښتو منځ کې

لکه پټاره

یوه نرۍ لاره

نښلوي کلې

بیلوی پولی

تړی ملکونه

 

 پکې ته نشته

پکې زه نشته

ټول مونږ ځان بولي

 

دغه نومونه

دا توپیرونه

چې بېلوي مو

چې جنګوي مو

چې ورکوي مو

چې خواروي مو

هلته پردي دي

چې څوک ئې یاد کړی

چور لېوني دي

دغه دی کلی

زړه ته منلی

دوحدت کان دی

تاج دافغان دی

 

 

مني ته

 

ته   د افغان ولس   د هرې    هېلې   سر ته ولاړ

ته ئې په خوب او هم په ویښه ئې نظر ته ولاړ

ته ئې دهر  قدم  ملګرې  او د هر  نفس    یار

ته ئې پنځه وخته د ورانې خونې ور  ته ولاړ

ته ئې دتورو شپوپه زړه کې خپکۍ ئې د خوب

ته ئې مدام لکه   بلا  غوندي     سحر ته  ولاړ

ته مې تعبیر ئې د خوبونو ، ترجمان ئې ماته

خزانه   دغه  دې ده  مېنه ته   مېزبان   ئې  ماته

ته ئې بهار کې دغوټېو خندا ګانو کې پروت

ته د ګلونو په عطرونو ، ښکلا ګانو کې پروت

ته  د نودو  په حرکت  او خوځېدو باندي ښکېل

ته ئې د پاڼو په ځلااو  نوا ګانوګانو کې  پروت

ته   د هر بوټي په  ریښه  او په تنه  باندي سپور

ته ئې دهرې ونې تن او په ساه ګانوکې پروت

ته یو رښتین ، ژوندی تصویر د خړ افغان ئې ماته

خزانه !  دغه   دې  ده  مېنه ،  ته ميزبان ئې ماته

د تنکۍ پيغلې په بارخو او سترګو ته ښکاریږی

دنوي ځوان    په   اننګو  او بریتو  ته ښکاریږی

د هر افغان وجود ته  ته  دخپل سینګار  ورکوی

قد کې ئې ته ، څيره کې ته او په تلو ته ښکاریږی

ته   ئې خندا او په خوښۍ  کې لکه لمر ځلیږی

د غم په سوز ، په اوښکوته او ساندو ته ښکاریږی

ته  له   وفا  نه ډک  ملګری   دافغان  ئې  ماته

خزانه  !  دغه   دې  ده مېنه   ته  مېزبان ئې ماته

دلته   لا  پاڼه   شین  پنډک  وي   چې  زیړیږي له تا

ګل لا  غوټۍ  وي  چې  له  ویرې   نه  لرزیږي له تا

دلته   په   پرخه  کې  هم  ستا دوجود نخښه ښکاری

شنیلئ   غوړیږي    نه   له ځمکې ، چې ویریږي له تا

باران   ،  اوبه    او  وریځې   دلته   خرابي  راولي

څاڅکې ،  ذرې  ، هلته   ويدي  او   یا  پاڅیږي له تا

پسرلی وی  نورو ته، خو ته رښتین جانان ئې ماته

خزانه ! دغه  دې  ده  مېنه   ته  مېزبان   ئې ماته

 

 

 

www.zhwak.com


 

بازگشت

 


 
 
© zhwak.com
All Rights Reserved