ژواک دافغانستان دملی او هیواد پالو روڼ اندو ناپیلې ویب پانه   ٠   صدای افغانان روشن بین و روشن اندیش
 


 

فاروق فردا

 

 

 

غزل

پر كږ ليچونو به راوليږو ډيوې بلې ساتو

د شپو له زړونو نه تېرېږوډيوې بلې ساتو

څوك مو جبونه څوك مو زړونه څوك ماغزه لټوي

د غلو په كلي كې او سېږو ډيوې بلې ساتو

تياره محفل كې له ډيوو سره په دار وختو

موږ د ډيوو په سر مړه كېږو ډيوې بلې ساتو

ستوري شهيد بې قبره ګرځو خو قاتل مو ورک دی

لمر ته له لارو نه خندېږوډيوې بلې ساتو

موږ د آسمان په شان دزړه لمنه شنه ساتله

اوس ترې باران په شان ورېږو  ډيوې بلې ساتو

 

غزل

ومې ليده راغله د پلو څنډه يې شاته کړه

ماهم دکلونو د نظر تنده پرې ماته کړه

ما چې پکې نه ويني له خاله ورنږدې يمه

ته ورته ای خدايه د ښکلا هينداره ماته کړه

تېر ځل دروازې نې  (* )د نظر په کاڼو وويشتم

مور يې شوه په قاره خپله لور يې زر کلا ته کړه

ما مې د زړه وينې په  منګول کې ورته تويې کړې

دې د سترګو جام کې له يو ګوټ سره هوا ته کړه

ما له لېونتوبه د مچکو سين کې ډوبه کړه

دې وېلې آشنا پر لېونتوب دې څه ورزياته کړه

*نی د نه يې مخفف.

 

غزل

چا وې  د  خدای دمخ له نوره ورېدلي پېغلې

پر مخ دزمکې  زموږ تر غېږې رسېدلي پېغلې

د پېغلو سترګې د جنت دنعمتو نښې دي

تر موږه مخکي په خپل  خوب کې چا ليدلې پېغلې

زما څنګل ته يو ځل وګورۍ چې څه نه وايې

خواږه خوبونه په وارونو پرې ليدلي پېغلی

نن د آدم او د حوا کيسې چې نه کوو موږ

ځکه  زلمو نه هرې  لورې ترهېدلي پېغلې

پخوا د سترګو په ليندو د ست په کاڼو ويشتم

اوس د پلو لاندې په مچو شرمېدلي پېغلې

خدای مو قبوله کړه د پېغلو  د باران پوښتنه

چې هرې لورې ته اوس ګورو غوړېدلي پېغلې

 

پسرلى

اوه،

څومره ښايسته يې پېغلې؟

                                      خدای دې نظره مكړه

زلفې دې شنې

                                    سترګې دې شنې

                          والۍ دې شنې

شينكی پړونی دې له ملانه تاو دى

 

اوه

څومره ښايسته او زرغونه يې پېغلې!

زما په زړه كې خو دې شنه مينه را كرله.

پوهېږې؟زموږ كلي كې

لكه چې ته يې داسې هيڅ شى نشته

ولې سپېرې سپېرې دي

ونې سپېرې

دېرې سپېرې سپېرې دي

ژبى سپېرې دي زموږ

سپېرې خبرې كوو

سترګې سپېرې دي زموږ

يو بل ته ستړي په سپېرو سپېرو كتلو شولو.

ته راته ووايه چې نوم دې څه دى؟

- نوم مې؟

زه دسپرلى پېغله يم

هركال راځم

پردې ښارونو او پر كليو ګرځم

پر خلكو شنه شنه سوغاتونه ويشم.

- د پسرلى پېغله ده!!!!!

د پ

         س

                   ر

                            ل

                                      ي.

(زموږ په کلي کې د شنو خنداوو نښې نشته

زموږه ميندې زړې شوي ندي

خو تور ټيکري له سره نه بدلوي.

دغه څو کاله کې چې زه پوهېږم

زموږ پر کلي د خندا او د خوښيو وچکالي راغلې

موږ د رنګوو سين کې،

لمبا خو څه چې مخ او لاس لاتازه کړي ندي

ځلمي،د شنو ټيکريو لاندې

زموږ دکلي د نيمزالو او د پېغلو د مستيو او خنداوو د پړقاوو

د ليدو او آورېدو خوبونه هم هېر کړي.

د پېغلو سترګو د ځلميانو شنو سترګکو پسې لارې وکړې

شنه دسمالونو کې  تاو کړي، يوه هينداره،شنه خالونه،په مريو ښکلې شوې د رنجو کڅوړه

پېغلې د کلي د ويالې  غاړه کې بيا نه مومي

او په  پلو کې دمنګي تر لاندې

د مور له سترګونه يې نه پټوي.

که چېرې دا راشي زموږ کلي ته....) 

يه شنې لمنې پېغلې!

تا ته لمنه در وړم

ستا له لمنې نيسم

تازده والله ووايه

زموږ دكلي خواته كله راځى؟

 

غزل

 ستا له سترگونه څڅيږمه يو خوب يم نا ليدلى

آيينه دخپل ژوندون يم چا په كاڼو يم ويشتلى

 

 د رڼا سېورى دې نشته، ما دې پال په جام كې  وليد

گونگه لمره زموږ دكلي،راته ښكارې اوبو وړى

 

حسن گورم چې قتليږي،لاس مې نه ورته رسيږي

جوړوم دزړه پر سر به له يادونو ورته څلى

 

څوله سترگو پناه كېږې هومره زړه كې مې ځايېږې

له زړه، نه وځي  هغه چې، د زړه سترگو وي  ليدلى

 

دچينې دغاړې گله، نور مې مه پوښته چې څه يم

يو غزل يم جل وهلى، كوم شاعر يمه ويلى

 

د وطن د ښكلا بڼ كې را نه ځاى د دمې ورك شو

دې پردي كليو كوڅو ته بوړبوكو يمه راوړى

 

 

زه د ځنګل،د سيند او غر ملګرى

 

 شپه ښكلوم،

چې دتورتون زولنې

پر لاسو پښو يې پرهرونه كري

او دا خاموشه چېرې آه نه باسي

ځنګل ښكلوم

چې شين سكوت يې

دتورې شپې

سرو پرهرونو پسې ساندې بولي.

سيند ښكلوم

چې دناپايه منزلونو په لور

غټو ډبرو سره سر جنګوي

او نازوي په غبرګون

د شېبو څاڅكي څاڅكي

سيند دځنګل د ناكرارو ترانو له پاره ساز غږوي

زما په غوږ كې زمزمې دي

ددې شنو ترانو

چې ما له ځانه سره

وړي د ځنګل دنيا ته

وړي مې دسين بهير ته

وړي مي دغرونو دهسكونو

دوږمو غېږو ته.

غر ښكلوم

چې هڅوي ځنګلونه

او زيږوي سيندونه

د آړ سكوت غيږه كې

ژوندون ته لار باسي

خپله په چوپو شونډو

د اوبو غاړې ښكلوي او

ماتوي پرې د كلونو تندې.

غر

سين

ځنګل

دبويولو

نازلولو

ښكلولو دي ټول

ځكه همدوې د زمانې د بهير

دسهارونو دسينګار دناوې

دشنې ډولۍ كاروان ته

دتورو شپو زړونو كې

 

دافقونو تر لمنو پورې

دهركليو ترانې غږوي

زه دځنګل، د سين او غر ملګرى

فردا- مسكو

 

 

 

دژوند هينداره

 

دلته هر څه زاړه دي

ونې زړې

              ولې زړې

  كلي زاړه

                      غرونه زاړه

سيند چي يو وخت  دژوند سمبول ښكاريده

اوس دزړې دښتې سينه كې  غزېدلی لكه زوړ ښامار چې

سر يې وي پرې دڅو كلو د وچكالو په تبر.

خلكو يو بل ته په زړو زړو مخونو ګوري

لا دلته هيڅوك له زړو او تكراري كتلو ستړي نه دي

ټول يو وبل ته په زړو  سترګو كې

                                                          زړې خنداوې كوي.

دلته هر څه زاړه دي

زموږ دكلي ماشومان

                    دځلميتوب  دفصل

                                                په نيمايي لاره كې

 دبابيلكو په زړو غږونو

                                   د زوړ سپرلي در سيدو

                                                             زړې زړې سندرې واوريدلې.

دلته هر څه زاړه دي

زموږ دكلي دنيمزالو زلفې هم سپيني دي

ته وا چه ټولو پر سرونو پا غوندې ايښي دي

ددې ګلپيغلو پر نلغه تيونو

د نازوونكود لاسونو نښې تتې ښكاري.

دلته هر څه زاړه دي

ډير ډير كلونه وشول

 

چې په ودونو او په وراوو كې چا

د (ببولالې) د څادر پيڅكه هم پورته نكړه

او( ياره لوې شې و نانا ننا

نانا   نا نا)

چا له(( داريا)) سره وانه وروله.

او لا تردې هم ډير كلونه وشول

چې مې دكلي له  حجرو ديرو نه

 د((ملنګ جان)) او د((ايوب)) يا د(( مدد)) يا د(( زاخيل)) او(( اولمير))  او....

د يله زار او يه قربان غږونه پورته نشول.

ډيرې مودې وشولې

چې د ژوندون ګلپيغلو

                  د كوم زلمي د سترګكونو ګلان

                                                                           پر ټټر نه ځړوي

د ژوند هينداره چا په كاڼو ويشتى

ځكه په خلكو كې نور پاتې نه دي

ها دځوانيو دمستيو د سندرو

د حجرو او د ديرو دستارونو دمنګيو دشپو شپو دټنګ ټكور زورونه.

شرنګ دبنګړيو هم زوړ شوی دى دپيغلو پر لاسونو باندې

نور دكلو كلو  زاړه  زاړه ځلميان  له خوبه نه ويښوي.

دلته هر څه زاړه دي

ته وا چې  ټول زموږ ددې كلي كور

زاړه زاړه را زيږيدلي د ازل له موره.

هر څه چې ګورې زوړ دى

ان د چنچڼو الوتنو كې څه نوي نښې نه وينو موږ

چنچڼې  ډلې ډلې

لكه  دتيرې نړيوالې جګړې 

دالوتكو په شان

زموږ دكلي  پر شولګرو پروازونه كوې

خو د دانو او د پخو شولو ستريو كومه نښه دوې ليدلاې نشي.

دلته هر څه  زاړه دي

پركروندو او پر فصلونو باندې

د تباهۍ زاړه بادونه لا په زور چليږي.

دلته هر څه زاړه دي

زړونه زاړه

                    مينې زړې

دكليوالو روغبړونه په زړو پيمانو .

زموږ ما شومان چې هره شپه زاړه خوبونه  وينې

په هر سهار كې د طالب د زوړ سبق  دهيريدو په خاطر

د زړو لښتو لاندې چيغي وهي.

موږ ټول زاړه زاړه يو

زړښت زموږه د ځوانۍ نښه ده

او ځلميتوب مو دزړښت سمبول دى.

پرون دكلي چنار

               چې لكه زوړ مازيګر

                                           دخپلو پښو تر لاندې

د كوم ژور او زوړ ګړنګ د تورتمونو  له هيندارې څخه

دخپل انځور دراوليدلو نندارې ته ناست دى

او دچينې دشنو اوبو په جام كې

                                                     زاړه يادونه شميري

په يوه زړه، ډيره مالګينه موسكا وويل چې:

زړښت د ژوند فصل دى

فصل چې هر څومره زړيږي نو پخيږي او ثمر ته رسي

هيڅكله  مرګ د زړښت پاى مه بولۍ

                                                                  تا سې زړښت نه وژني.

چنار دا هم وويل:

تاسې زاړه زاړه رنځونه وژني.

 

 

 

 

www.zhwak.com


 

بازگشت

 


 
 
© zhwak.com
All Rights Reserved